امنیت

په پکتيا کې څلور تنه وسله وال مخالفان ووژل شول

کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه : پرون دپکتيا ولايت په زرملې ولسوالۍ کې څلور تنه وسله وال مخالفان ووژل شول. د ٢٠٣ تندر قول اردوړ وياند ډګروال فضل خدا ابراهيم خيل دباختر آژانس خبريال ته وويل دغه وسله وال مخالفان د دغه ولايت د زرملې ولسوالۍ د باغ ځدران په سيمه کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول. د يوبل خبرله مخې ؛ دوه تنه ډاراچوونکي د لوګرولايت دخوښۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوځيانو په ګډو عملياتو کې ټپيان او دوه تنه نور ونيول شول. دلوګر دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي وويل ؛ په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي. پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته