امنیت

په هرات کې يوې محکمې نهه تنه دتښتونې په تور محاکمه کړل .

کابل باختر د وږي  نهمه :
نهه تنه دهرات دښاري محکمې له خوا دانسان تښتونې په تور په مجازاتومحکوم شول .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله دهرات دښاري محکمې دسرپرست قضاوتمند غلام حضرت احدي په مشرۍ جوړه شوه وويل شول چې دغه کسان څه موده مخکې دهرات ښار دپنځمې ناحيې په مربوطاتو کې ديوه ٤ کلن  ماشوم د تښتونې په تور دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي و او په لومړنيو تحقيقات کې يې په خپل جرم اعتراف کړى و .
دهرات دښاري محکمې دکورني اوبهرني امنيت پرخلاف دجرمونو دديوان په علني غونډه کې ٤ تنه يې  هريو دپنځلس پنځلس  کاله بند په مجازاتو محکوم شول. .
ده دغه راز په دې غونډه کې په ورانکارۍ دانسان په قاچاقو اوله دښمن سره دمرستې په قضيو ددريو تنو تورنوکسانو دوسيې وڅيړلې شوې او دغه کسان له دوو څخه تر دريو کلونوپورې په مجازاتو محکوم شول .
په دې غونډه کې په ټاکلې موده کې دتورنوکسانو داستيناف  غوښتنې حق محفوظ وبلل شو .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته