امنیت

څلور طالبان په لغمان کې ووژل شول

کابل / د وري ٢٨ مه / باختر
څلور وسله وال طالبان په لغمان کې له پوحيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
جګړه تېره شپه په اليشنګ ولسوالۍ کې هغه وخت پيل شوه چې وسله والو طالبانو د ملي اردو پر ځواکونو په بريد سره غوښتل د يوې پوستې د جوړولو مخه ونيسي.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړه کې ٤ وسله وال طالبان وژل شوي او يو بل يې ټپي شو.
خبرپاڼه زياتوي چې په اليشنګ ولسوالۍ کې د پوځي پوستې د جوړولو کار دوام لري  چې د خلکو د امنيت د تامين ترڅنګ د بيارغاونې او حکومتوالۍ بهير ته زمينه برابره شي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته