امنیت

دننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې يو ماين ايښودونکي ټپي شو

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٦ :
يو ماين ايښودونکي چې دننګرهارولايت دسره  رود په ولسوالۍ کې  دخپل ماين دچاودنې له امله ټپي شوى دى دامنيتي ارګانونو له  خوا ونيول  شو اوتردرملنې لاندې دى.
دننګرهار ولايت يو امنيتي مسوول باختراژانس ته وويل: دطالبانو دډلې يو غړي حکمت الله پرون سهار په څلورو بجو هغه وخت دننګرهار ولايت په سره رودولسوالۍ کې  سخت ټپي شو چې غوښتل يې يو ماين په عامه لاره کې ځاى پرځاى کړي خو ماين وچاوديد اودى يې ټپي کړ.
حکمت الله دامنيتي موظفينو له خوا نيول شوى دى اوددرملنې لپاره روغتون ته وليږدول شو چې په مناسب وخت کې ترپوښتنې لاندې ونيول شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته