قلات باختر د تلې ۲۴ مه
د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې اوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندان سمونوال محمد مصطفی مایار د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې دغه وسله و ال طالبان د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د افغان ځواکونو سره د نښتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په دغو نښتو کې څلور تنه د ملي پولیسو سرتېري هم شیهدان شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي خو د ټپيانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی. پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ