امنیت

شپږ سوه نوي سرتيري دملي اردو په ليکو کې شامل شول .

کابل باختر د کب څلورمه :
دملي اردو  څه ناڅه شپږ سوه  تنه نوي سرتيري په هرات ولايت کې له مسلکي زده کړو وروسته  دوفاداري لوړه وکړه .
  دظفر قول اردو  دتعليمي مرکز قوماندان  ډګروال محمديوسف وردګ  وايي  دغه سرتيري دکورنيو ښوونکو تر نظر لاندې  زده کړې کړې دي  .
دظفر قول اردو قوماندان هم  دامنيتي او دفاعي ځواکونو  دپياوړتيا  له امله  خوښي څرګنده کړه او ويې ويل تاسې ګران سرتيري  چې دمجربو استادانو ترنظر لاندې  زده کړې کړې دي مکلف ياست  چې تر بيرغ لاندې صادقانه خدمت له خپلو امرينو  داوامرو اطاعت  ، دافغانستان خلکو ته درناوى او د اسلام دمبين دين  داحکامو تطبيق په جدي توګه  په پام کې ونيسي . او دسولې  دساتونکو په توګه سترې  دندې  ترسره کړي .
  په ر وان کال کې  دا دريم  تعليمي کنډک دى  چې  د ظفر قول اردو له تعليمي مرکز څخه فارغ او دملي اردو دځواکونو  په ليکو کې  جذبيږي .
  دهرات  دساحوي  تعليمي مرکز له جوړولو څخه تراوسه پورې  داڅلور ديرشم کنډک دى  چې  سرتيري پکې پوځي زده کړې کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته