ښوونه او روزنه

دننګرهار پوهنتون له طب پوهنځي څخه د يوسلو پنځه ديرشوتنو فراغت

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دننګرهار پوهنتون د طب له پوهنځي څخه يوسلو پنځه ديرش تنه محصلان فارغ شول.
دننګرهار پوهنتون د طب دپوهنځي رييس پوهنيار ډاکتر يحي نن دباختر آژانس خبريال ته وويل.
دغه محصلانو چې څوارلس نجونې او ميرمنې هم پکې شاملې دي په درې ويشتو بيلابيلو طبى څانګو کې په دغه پوهنځي کې خپلې زده کړې پاى ته رسولې دي او ټاکل  شوې ده چې په کادري روغتونونو کې په تخصصي روزنيزو پروګرامونو کې شامل شي.
ددغو محصلانو دفراغت دسندونو دويشلو په مراسمو کې چې پرون پرځاى شول دننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال خبرې وکړې او له فارغانو څخه يې وغوښتل هغه څه يې چې د طب دعلم په برخه کې زده کړي دي د اړو کسانو په علاج او درملنه کې يې وکاروي.
په ١٣٦٣ کال کې دننګرهار پوهنتون دجوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې ددغه پوهنتون د طب له پوهنځي څخه ٣٦٥٠ تنه محصلان فارغ شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته