امنیت

د طالبانو د وسلو دوه ډيپوګانې کشف شوې

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٨ :
په ننګرهار ولايت کې د وسله والوطالبانو د جنګي وسايلو دوه ډيپوګانې کشف شوې .
دغه ډيپوګانې د سره رود او خوږياڼيو په ولسواليوکې د وسله والو طالبانو په پټنځيوکې ساتل کيدې.
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل: له دغو ډيپوګانو څخه يوه اندازه سپکې او درندې وسلې او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
ده وويل: وسله والو طالبانو له دغوجنګي وسايلو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
ويل کيږي؛ د دغو ډيپوګانو د کشفولو په وخت کې طالبان په سيمه کې نه وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته