ورزش

بايسکل ځغلوونکو نجونو دخپلواکۍ دورځې په مناسبت سيالۍ پيل کړې .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو د اووه نويمې کاليزې په مناسبت نن بايسکل ځغلوونکو نجونو سيالۍ په کابل کې پيل شوې .
داولمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو فدراسيون رييس محمد صادق صادقي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه سيالۍ دشلو کيلومترو په واټن داستاد برهان الدين رباني د ښوونې روزنې له پوهنتون څخه پيل او دپغمان تر تاق ظفر پورې دوام کوي.
دصادقي دڅرګندونو له مخې په دغو سياليو کې دهيواد د بايسکل ځغلولو نجونو دملي ټيم لسو تنو غړو ګډون کړى دى .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې ټاکل شوې ده په همدې مناسبت دنارينه و دبايسکل ځغلولو سيالۍ سبا په کابل کې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته