کابل باختر دسلواغې څلورمه :
په هرات کې د شپاړلس کلنو ځوانانو د فوټبال سيالۍ نن په دريو لوبو سره دوام کوي .
د هرات د فوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي باخترآژانس ته وويل چې دغه لوبه د پامير او افغان، استقلال او آزادى او د ابو مسلم او د سرخ پوشانو د ټيمونو ترمنح ترسره کيږي .
په هرات کې د شپاړلس کلنو ځوانانو د فوټبال سيالۍ يوه اوونۍ مخکې د درې ويشتو ټيمونوترمنح پيل شوې دي چې په پرونيو لوبوکې د نوايي او پيمان ټيمونو په خپلو سيالانو بريالي شول او د انصاري او آرش ټيمونو د دريو په وړاندې په دريو سره لوبه برابره پاى ته ورسوله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ