ټولنه

د لغمان قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکو له اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړ

کابل / د وږي ۴ مه / باختر
د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې ولسونو او جهادي مشرانو په یوه غونډه کې د افغانستان له اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړ.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د لغمان والي قاري زین العابدین ټولو مجاهدینو ته د بریا مبارکي ورکړه او د شهیدانو سرښندنې او قربانۍ یې وستایلې.
هغه مجاهدینو ته لارښوونه وکړه چې له ولس سره ښه سلوک وکړي او خدمت یې وکړي.
زین العابدین پر هغو کسانو هم غږ وکړ چې په تېر دولت کې یې دنده ترسره کړې چې خپلو کورونو ته راشي او عادي ژوند پيل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته