سیاست

جمهورريیس: د شپږنیمو بجو د غونډو پیل د خلکو د امنیت په برخه کې د دولت جدیت ښیي

کابل / د لړم ۲۴ / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن سهار د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح دفتر کې د کابل امنیتي ټیم د شپږنیمو بجو غونډه کې ګډون وکړ.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د دغو ناستو د موخو په اړه چې هر سهار شپږنیمې بجې د کابل د امنیت او ښاري نظم د تامین، له جرایمو او تروریزم سره د مبارزې، د خلکو د ستونزو د حل او د امنیتي تړون د تطبیق لپاره ګډ کار کوي، معلومات ورکړل.
امرالله صالح دا جوړښت د امنیتي بنسټونو د همغږۍ او له جرایمو او جنایي پېښو سره د مبارزې لپاره ګټور وباله او ويې ویل، دا غونډې د کارونو د انسجام ترڅنګ ملي پولیسو او نورو بنسټونو ته لومړیتوبونه مشخصوي، تر څو ټولې ساحې خوندي شي او ښاریان په امن او ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د امنیتي تړون د تطبیق په برخه کې د خلکو د همکارۍ او تعهداتو ترڅنګ د مجرمینو او تروریستانو په پېژندلو او نیولو کې د امنیتي تړون د تطبیق د موثریت یادونه وکړه او ويې ویل، د غصب شویو ځمکو او غیرقانوني ښارګوټو ارزونه د مسوولو بنسټونو له لوري ادامه لري.
ورپسې اړوندو مسوولینو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په کابل کې د بېلابېلو عملیاتو او اقداماتو، د تروریستانو او مجرمینو د نیولو، د تهدیدونو د دفعه کولو او د ترلاسه شویو اطلاعاتو د تحلیل، د غصب شویو واټونو او ساحو د پاکولو، د غیرقانوني بلند منزلونو د تشخیص، ترافیکي ننګونو، د نظام خلاف د دښمن د تبلیغاتو، د شپږنیمو بجو د ناستو په اړه د عامه اذهانو د معلومولو په موخه د ترسره شویو سروې ګانو په اړه معلومات او راپورونه هم له جمهورريیس سره شریک شول.
جمهورريیس محمداشرف غني د دغو معلوماتو او راپورونو له اورېدو وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح څخه د کابل امنیت د مسوولیت د منلو او د بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او انسجام د راوستلوله امله مننه وکړه او ويې ویل، ښې کړنې باید تقدیر او د دې لپاره معیارونه په پام کې ونیول شي او نیمګړتیاوې له منځه یووړل شي او د کابل خلک ستاسو اجراات او د قانون تطبیق غواړي.
جمهورريیس محمد اشرف غني د کابل امنیتي ټیم ته په خطاب کې وویل، ستاسو د قاطعیت ملاتړ کوم، د قانون د تطبیق لپاره ستاسو اقدامات جمهوري ریاست، امنیت شورا او کابینې ته د تائید وړ دي او ملاتړ یې کوو. قاطع او قانونمند دولت د خلکو باور ترلاسه کولای شي. هغه زیاته کړه، د بنسټونو مناسبات منسجم شوي او ستاسو قانونمندې کړنې پر امنیتي او حکومتي بنسټونو د خلکو باور زیاتوي.
محمداشرف غني څرګنده کړه، کابل ټيم باید د کابل ارزښت درک کړي ، کابل ښار د ټولو افغانانو کور او زموږ د ملي وحدت سمبول دی. خلک باید په کابل کې خوندي ژوند وکړي. د غصب شویو ساحو او ځمکو په راګرځولو سره کابل په یوه عایداتي ښار بدلېدلی شي، نو باید جدي تعقیب شي.
هغه زیاته کړه، تر هغوچې کابل په اساسي توګه امن نشي، نو ستاسو ټیم باید پیاوړی شي او زه د منابعو له پلوه هیڅ هم نه درېغوم. عالمان هم باید په دې برنامو کې سهیم وي او له ژمي څخه باید اعظمي استفاده وشي.

د هېواد جمهورريیس وویل، خلک قانون محوره دي او په قانونمنده فضا کې تاسو د خلکو زیات باور ترلاسه کوئ. دغه څه چې تاسو یې ترسره کوئ له ماسره شریک شوي او دا د خلکو غوښتنې دي. هغه زیاته کړه، کابل امنیتي ټیم بااعتماده ټیم دی، ښې ستراتیژۍ یې موخو ته په رسېدو استوارې دي او د کابل خلک ورباندې اعتماد کوي.
جمهورريیس څرګنده کړه، د شپږنیمو بجو د غونډو پیل د خلکو د امنیت په برخه کې د دولت جدیت ښیي. نن امنیتي بنسټونه د منسجم، منظم او هماهنګ ټیم په توګه کار کوي او د اعتماد فرهنګ د احیا په حالت کې دی او پر تاسو د خلکو باور زموږ لویه پانګه ده.
جمهورريیس په ټینګار سره وویل، خلک له تاسو څخه د هېواد د جوړېدو هیله لري، هیڅوک نه غواړي چې مهاجر شي. دا هڅې باید دوام پیدا کړي. تاسو د قانون په تطبیق کې د قانوني اجرااتو صلاحیت لرئ. د ځمکو د غصب، جرایمو او ټولوغیرقانوني کړنو مخنیوی وکړئ.
جمهورريیس د امنیتي تړون موثریت ته په اشارې د هغه پر تطبیق او د ښو پایلو په ترلاسه کولو د ټینګار ترڅنګ وویل، امنیتي ځواکونو، عالمانو او د شهیدانو کورنیو لپاره د مسکن د جوړېدو په موخه دې یو خاص صندوق جوړشي.
د هېواد جمهورريیس د شپږ نیمو بجو ټیم ته په خطاب کې وویل، له تاسو مې غوښتنه دا ده چې د قانون په تطبیق کې وېره مه لرئ، د دولت نرم قوت څخه کار واخلئ او بالاخره قانون ماتونکي باید د قانون منګولي هم وویني.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته