خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر
یو شمېر غيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد په بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو يو لړمطالب خپاره کړي چې د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د «اطلاعاتو روز» ورځپاڼې” اسلامي امارت په هرات کې دوه څارنوالان د بډې اخيستو په تور ونيول. “ترعنوان لاندی لیکلي دي.
سيمه ييز خبرځايونه وايي، چې په هرات ولايت کې د اسلامي امارت استخباراتو د پخواني حکومت دوه څارنوالان چې اوس هم په څارنوالۍ کې کار کوي، د بډې اخيستو په تور نيولي دي.
خبرځاى زياته کړې چې د اسلامي امارت استخباراتو دغه دوه څارنوالان د ٢۰۰ زرو افغانيو بډې اخيستو په تور نيولي دي.
د « ٨ صبح »ورځپاڼې ” یو شپون له لسو پسونو سره په قندهار کې د دوو ماينونو د چاودنې له امله ووژل شو ” ترعنوان لاندې لیکلي دي.
په قندهار ولايت کې د طالبانو سيمه ييزو مسوولينو په دغه ولايت کې د چاودنو له امله د يو تن د وژل کيدو او د10 پسونو د له منځه تللو خبر ورکړی دی.
د ارغنداب ولسوال ملا ادم اعجمی ويلي دي، چې د دوو ماينونو د چاودنو له امله چې له پخوا څخه پاتې و يو تن وژل شوی او ١٠ پسونه له منځه تللي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته