کابل باختر د سلواغى ٤ مـــــه
دجعل او تزوير يوه پرا خه شبکه په هغو مدرکونو او سندونو سره چې د بيلا بيلو دولتي ادارو پنځوس مهرونه اود وا کمنو مقا ما تو دحکمونو جعل احتوا کوي و نيول شوه او تر توقيف لا ندې ده
د اداري فساد پرخلاف دمبار زي دڅارنوالۍ رئيس څارنپال لوى پاسوال ابو بکر ر فيعي نن په يو مطبو عا تي کنفرانس کې وويل:
د جعلکارا نو په دې ځنځيري شبکه کې ګلبهار حبيبي او درې تنه نور شا مل دي چې ١٥٠ زرو ډالر و په ورکولو سره يي د جمهور رئيس دلومړۍ مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم حکم جعل کړى و اوولس جريبه ځمکه يي چې د کا بل ښار په ماستر پلان کې د فرهنګي تاسيساتو لپاره بيل کړاى شوې وه دګلبهار تا ور ښارګوتې ته تعديل او په هغى کې يې د استو ګنې ودا نۍ جوړې کړي دي
رفيعي زيا ته کړه : څرنګه چې قضيه زيات اړ خونه لري د تحقيق او تعقيب کميټه په قضيې باندې کارکوي ځکه چې د تحقيق کار يې پاى ته ورسيږي او نتيجه وا خيستل شي د رسنيو په وا ک کې به ور کړ شي