امنیت

په جوزجان کې پر ملکي وګړو د يرغلګرو ډزې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
ناپيژاندو وسله والوکسانو تېره شپه د جوزجان ولايت په آقچې ولسوالۍ کې يوه کورته ننوتل او په ډزو سره يې د دغې کورنۍ دوه غړي شهيدان او درې تنه نوريې ټپيان کړل.
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالعزيز خاشي د باختر آژانس خبريال ته وويل : ناپيژاندو وسله وال کسانو د آقچې ولسوالۍ د چکش کلي اوسيدونکى محمد قاسم کورته ننوتل، محمد قاسم او ميرمن يې ووژل او د دغې کورنۍ درې تنه نور غړي يې ټپيان کړل .
د پيښې قاتلين تښتيدلي او موضوع تر څيړنې لاندې ده.
تر اوسه پورې په دې تور څوک نه دي نيول شوي او د وژنې دليل هم نه دى څرګند شوى.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته