اقتصاد

د ننګرهار د برېښنا رياست عوايد زيات شوي دي

کابل / دسلواغې ١٢مه /باختر
د ننګرهار د برېښنا رياست عوايد د تېرکال په نسبت دوه برابره زيات شوي دي.
د شمېرنو له مخې ؛ سږ کال د برېښنا د لګښت اود برېښنا رسونې د نورو خدمتونو له پلوه د ننګرهار له خلکو څخه يو ملياردو څلور سوه څلويښت ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.
په داسې حال کې چې دغه شمېر تېرکال ٧٠٠ ميليونه افغانۍ وې .
د ننګرهار د برېښنا شرکت يومسوول باختراژانس ته وويل چې د برېښنا د پوښښ د ساحې پراختيا خلکوته د خدمتونو د وړاندې کولو د زياتوالى او د فساد مخنيوى د عوايدو د زياتوالي سبب دي.
اوس د ننګرهار په سلوکې شپيته نفوس دولتي برېښنا ته لاسرسۍ لري .
مسوولين وايي هلې ځلې کوي چې د برېښنا رسونې خدمتونه د دغه ولايت ټولو سيمو ته پراخ کړي .
په همدې حال کې د ننګرهار خلک تل د برېښنا د پرچاوى او د برېښنا د لګښت د بيې په لوړوالي انتقاد کوي .
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته