فرهنګ

دبست تاريخي کلا دبيا رغاونې لپاره لومړنۍ سروې پيليږي.

کابل باختر د لړم  نهه ويشتمه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري داڅرګندونې  نن په  هغې کتنه کې وکړې چې دهلمند له والي حيات الله حيات سره يې دخپل  کار په دفتر کې لرله .
په پيل کې  دهلمند والي حيات الله حيات داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له  سرپرست څخه  مننه وکړه چې  دهلمند  تاريخي موقعيت اوفرهنګي ارزښت  ته  پاملرنه کوي  وروسته نوموړې وړانديز  وکړ که چيرې  دبست تاريخي کلا درغاوني  لپاره لومړنى  چارې ددې وزارت دمسلکي  ټيم له لور ې  پيل شي نوله يوې خوا  پبه موخپل دتاريخ يوه برخه ژوندى کړې وي او له بل لورې  به دبهرنيو او کورنيو ګرځندويانو  پام راګرځولي  وي  چې له دې لارې عوايد هم ترلاسه کيداي شي .
دښاغلي  حيات په خبره  که چيرې په هلمند کې  يو ملي پارک جوړ شي نو د  سيمې  دخلکو ترڅنګ به دهېواد له ګوټ ګوټ او بهرنيو  ګرځندويانو  لپاره د سياحت ښه ځاى وي چې له دې لارې هم عوايد ترلاسه کولاى شو .
داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت سرپرست دهلمند له والي  څخه مننه وکړه اوپه هلمند کې وروستي پرمختګونه يې دهغه لاسته راوړنې وبللې .
دپوهاند باوري  په وينا چې په دې نږدي وخت کې به هلمند ته يوکاري ګروپ  له مرکز څخه واستول  شي  ترڅو دبست کلا ترڅنګ ځينې تاريخي سيمې او  نورې ابدې هم په نښه شي اوهمدا رنګه  به په هلمند کې ددې کارونو دپرمخ بيولو  لپاره دبشري ځواک  ارزونه هم وشي 
پوهاند  باوري زياته کړه دهلمند ولايت له لورې دې په لنډ مهال کې دملي پارک   طرحه جوړه  او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته له يوه وړانديز  سره راوليږل شي ترڅود ٩٧ کال په بودجه کې دماليې له وزارت سره په همغږي  ځاى ورکړل شي
همدارنګه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وويل پخوا هلمند  يوه دولتي مطبعه درلوده که دمطبعې  دبيافعاليدو لپاره وړانديز وشي    داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت به يې په اړه لازم ګامونه پورته کړي .
په پاى کې دواړو خواوو  دبست دتاريخي کلا دسروې په هلمند کې  دملي پارک  دجوړولو او همدارنګه دمطبعې په بيافعاليدو سره موافقه  وکړه .
ديادونې وړ ده چې هلمند دافغانستان يوله تاريخي اوفرهنګي ولايتونوڅخه دى چې دبست تاريخي کلا تر څنګ په سلګونو نور تاريخي ارزښتونه او سيمې لري .
ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته