امنیت

درې ويشت ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٨
درې ويشت تنه نشه توکي نن په بغلان ولايت کې وسوځول شول.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې مدير سمونوال نظام الدين نظام د باختر آژانس خبريال ته وويل: درې ويشت ټنه نشه يي توکي چې هيروين، چرس، اپين، شراب او مخصوص تيزاب چې د هيروينو په جوړولوکې کارول کيږي پکې شامل دي؛ د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د ځانګړوعملياتو د رييس پاسوال امام الدين مطمئن په وړاندې په پلخمرى ښارکې وسوځول شول.
نظام وويل: دغه نشه يي توکي د يونيم کال په بهيرکې د بغلان ولايت له بېلابېلو سيمو څخه کشف او ترلاسه شوي دي او دوه سوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته