امنیت

د تخار د ورسج ولسوالۍ امنيه قوماندان شهيد شو

-کابل/ د لړم ۲۴ مه/ باختر
د تخار د ورسج ولسوالۍ امنيه قوماندان له څلورو ملګرو سره يې نن سهار په بغلان کې د وسله والو طالبانو په کمين کې شهيد شو.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت باختر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو د خوست اوفرنګ ولسوالۍ په پلفي غاښي کې د ورسج ولسوالۍ د امنيه قوماندان افضل حکيمي د سپرلۍ پر موټر بريد وکړ چې په پايله کې هغه له څلورو ملګرو سره يې شهيد شو.
بشارت زياته کړه: په پېښه کې د ورسج ولسوالۍ د امنيه قوماندان رنجر موټرهم ويجاړ شوى دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته