خبرونهفرهنګ

هارون حکیمي: د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په هېواد کې د سینما هنر د پرمختګ او پیاوړتیا کوښښ کوي

کابل/ د چنګاښ ۱۷مه/ باختر

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین محمد هارون حکیمي نن د افغان فلم د ۵۳ کالیزې په نمانځغونډه کې د سینما هنر ودې، پرمختګ او پیاوړتیا ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه وزارت په هېواد کې د سینما هنرد پرمختګ او پیاوړتیا کوښښ کوي.

د باخترآژانس خبریال د رپوټ له مخې؛ په دې  غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو شمېر سلاکارانو او رییسانو او همدارنګه یو شمېر سینماګرانو او فرهنګیانو ګډون کړی و. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین د افغان  فلم مسوولینو او کارکوونکیو او همدارنګه د هېواد سینماګرانو او هنرمندانو ته د افغان فلم د جوړېدو د ۵۳ مې کالیزې مبارکي وویله. هارون حکیمي د هېواد له فلم جوړوونکیو او هنرمندانو او په ځانګړي ډول د افغان فلم له مسوولانو او کارکوونکیو چې په نشت امکاناتو یې هڅه کړېده فلمونه جوړ کړي او د سینما  هنر ژوندی وساتي، مننه وکړه.

هارون حکیمي څرګنده کړه چې په اوسنیو شرایطو کې روانو جګړو او نورو ناخوالو خلک زیانمن کړي دي. ده  د هېواد له سینماګرانو او فلم جوړوونکیو وغوښتل چې په خپلو فلمونو کې د خلکو روحیه پیاوړې کړي او مثبته روحیه ورکړي.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزرات د فرهنګ او هنر معین ټینګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېواد کې د سینما هنر د ودې، پرمختګ او پیاوړتیا لپاره کوښښ کوي.

بیا د افغان فلم رییسې صحرا کریمي  د افغان فلم او هېواد سینماګرانو مخې ته د پرتو ستونزو او همدارنګه په هېواد کې د سینما وضعیت په اړه معلومات ورکړل. صحرا کریمی د یو شمېر ستونزو یادونه وکړه لکه د جګړو او نورو ناخوالو اغېزې، د امکاناتو نشتوالی او یو شمېر نورخنډونه چې په هېواد کې د سینما هنر او فلم جوړونې د ودې او پرمختګ مخه یې نیولې ده. د افغان فلم رییسې ټینګار  وکړ چې  د هېواد سینماګران او هنرمندان له دغو ټولو ستونزو سره سره، د سینما وضعیت د ښه والي او فلمونو د تولید لپاره هڅه اوهاند کوي.

همدارنګه په دې ناسته کې حمیرا قادري هم خبرې وکړې او د افغان فلم له مسوولینو او کارکوونکیو او همدارنګه د هېواد د سینما له نورو هنرمندانو یې مننه وکړه او  په فلمونو کې یې د خلکو او هېواد د حالاتو د رښیتنو کیسو او داستانونو راغبرګول  مهم وبلل.

په دې غونډه کې د ا فغان فلم د کارونو په اړه یو مستند فلم نندارې ته وړاندې شو او همدارنګه د موسیقۍ ریاست هنرمندانو سندرې او نغمې وغږولې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته