ښوونه او روزنه

په ننګرهار ولايت کې څلور ښوونځي بيا پرانستل شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٢
په ننګرهار ولايت کې څلور ښوونځي چې څه موده مخکې د ځينو ستونزو له امله تړل شوي و؛ بيا پرانستل شول.
دباختر آژانس د خبرله مخې: د ننګرهار ولايت د غني خيلو او مومند درې د ولسواليو د جوى او سپين غر لومړني ښوونځي او د پاڅولو د هلکانو او نجونو ليسې چې د ځينو امنيتي ستونزو له امله تړل شوي و؛ دوه ورځې مخکې ددغه ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو، عالمانو او قومي مخورو د هلوځلو له امله بيا پرانستل شول.
د پوهنې وزارت مشرتوب، د هيواد د امنيتي ځواکونو ترڅنګ له ټولو پوهنپالو او علم دوستو خلکو، جيدو عالمانو، سپينې ږيرو او له نورو مخورو شخصيتونو څخه غواړي چې د ښوونکي او زده کوونکي د سر او مال او د ښوونځيو او مدرسو په ګډون د پوهنې د حريم په ساتنه کې دې جدي او هر اړخيزې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته