امنیت

يوسلونهه ويشت تنه سرتيري فارغ شول

کابل باختر دکب  دولسمه :
د پوليسو يوسلو نهه ويشتو تنو سرتيرو نن  په پکتيا ولايت کې د پوليسو له روزنيز مرکز څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
دپکتيا ولايت د پوليسو د اکاډمى رييس سمونوال جنت مير ځاځي دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغوسرتيرو دوه مياشتې د پوليسو په روزنيز مرکزکې لازمې محاربوي زده کړې کړې دي او ټاکل شوې ده د لوګر او پکتيا په ولايتونوکې دسرحدي پوليسو او دملي پوليسو په قطعاتوکې وګومارل شي .
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان زلمي اورياخيل ددغوسرتيرو فراغت په اړوندوسيمو کې دامنيت په تامينولو کې ارزښتناک وباله .
دپکتيا ولايت دپوليسو تعليمي مرکز په ١٣٨٢ هجري لمريز کال کې جوړ شوى دى او تراوسه پورې درې ويشتو زرو نهه سوه پنځه شپيتو تنو له دغه مرکز څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته