دترينکوټ ښار باختردچنګاښ دمياشتې٢٢نيټه :
ديارلس تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې دکوماندو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانو نن سهار د روزګان ولايت مرکزتيرينکوټ ښار اوپه شاوخوا سيمو کې بريدونه وشول .
داتل قول اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ دکوماندو دځواکونوپه دغو بريدونو کې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژ شول.
ده وويل ؛ دغه وسله وال طالبان کله چې دروزګان ولايت په مرکز اوشاوخوا سيمو کې په يولړ ډارچوونکو فعاليتونو بوخت و و ، دکوماندو دځواکونوله خوا پرې بريدونه وشول.
ويل کيږي په دغو بريدونو کې سرتيرو او ملکي وګړو ته د سر زيان نه دى اوښتى.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ