کابل باختر د سلواغې دمياشتې ٣٠ :
د وسله والو طالبانو دوه تنه قوماندانان پرون دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د وسله والو طالبانو دوه تنه قوماندانان ملا قادر او امرالله چې په کاپيساولايت کې يې په زياتو نا امنيوکې رول درلود، د دغه ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز د دغو ځواکونو په نورو عملياتوکې د سمندر په نامه د وسله والو طالبانو يو قوماندان له يوه توغندي ويشتوونکي او سپکو وسلو سره د کونړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ له مربوطاتوڅخه نيول شوى دى.
1 1 دقیقه لوستل