سیاست

دمبارکۍ پيغامونه .

کابل باختر د ثور اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي، دکابينې دغړو او دجګپوړو دولتي مقاماتو په نامه نن هم دافغانستان دملت  دجهاد دبرياليتوب ددوه ويشتمې کاليزې  له امله  باختراژانس ته دمبارکۍ پيغامونه رارسيدلي دي .
  دباختراژانس دخبر له مخې  په دغو پيغامونو کې ددغې سترې تاريخي پيښې په مناسبت د ډيرو ښو مبارکيو دمراتبودڅرګندونو  تر څنګ  ويل شوي دي چې دثور دمياشتې داتمې نيټې نمانځنه  ديو داسې ملت داتلواليو او حماسو درناوى دى چې په تشو لاسونو  ، بربنډو پښو  او په اوږو ګيډو دخپلواکۍ او دځمکني  بشپړتيا ددفاع او ساتنې په خاطر يې دوخت دشوروي دسره پوځ په وړاندې پاڅون وکړ او دمورني  هيواد په وړاندې دخپلو تودو وينو په تويولو سره يې دهيواد دخپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا دفاع وکړه .
په پيغامونوکې دغه راز ويل شوي دي چې دهيواد دفاع دمجاهدينو او دازادي غوښتونکو دپلانونو په سرکې ځاى درلود .
له دې امله بايد دخلکو دارامي او دنيکمرغي په خاطر يوه شيبه هم غفلت  ونه کړو او دغه هدف ته درسيدو په خاطرله هر امکان  څخه  استفاده وکړو .
دغه پيغامونه دځينو وزارتونو ، مدني او فرهنګي ټولنيزو او وګړنيو سازمانونو او بنسټونو له مشرتابه هيئت  ددولتي او خصوصي لوړو زده کړو له موسسو ښوونځيو او دځينو ولايتونو دواليانو له خوا رارسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته