ټولنه

په ننګرهار کې د سلګونوجريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابره شوه

کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
په ننګرهارکې د اوبو يو بند او د اوبولګولو د يوکانال په جوړولو سره د سلګونوجريبه ځمکې د اړتيا وړ اوبه تامين شوې.
د اوبو دغه کانال او بند د کليو د بياجوړولو او پرمختيا وزارت په هسکې مينې ولسوالۍ کې جوړ کړى دى.
د ننګرهار والي ضيا الحق امر خيل باختراژانس ته وويل چې د اوبو د دغه کانال او بند په ګټې اخستنې سره د سلګونه جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابريږي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار کې د يواستنادي دېوال په جوړولو سره د استوګنې په لسګونوکورونه اوپه سلګونو جريبه کروندې د سيلاونو له خطر څخه خوندي شوي دي.
دغه استنادي ديوال د درې سوه مترو په اوږدوالي په هسکې مينې ولسوالۍ کې د سيند تر څنګ جوړ شو.
د ننګرهاروالي وايي چې له دې وروسته د بزګرانوکروندې او د خلکو کورونه د سيلاونو له خطر څخه خوندي شوي دي.
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته