امنیت

په پکتيا کې لسګونه تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

ګرديز باخترد زمري د مياشتې ۳ مه
د پکتيا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ له تېرې ورځې راهيسې سختې نښتې روانې دي چې له امله يې لسګونه مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سردار ولي تبسم باختر اژانس ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې په جاني خېلو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتې روانې دي چې له امله يې لسګونه مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې لا نه ده معلومه.
تبسم زياتوي چې سيمې ته تازه دمې ځواکونه استول شوي او له هوايي ځواکونو څخه هم د مرستې غوښتنه شوې ده.
د ده په وينا په دغو نښتو کې د لسګونه وسله والو د وژل کېدو ترڅنګ يو پاکستانی جنګيالي د سرحدي پوليسو له خوا ژوندی نيول شوی دی او يو شمېر مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته