کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٠ :
په تيرو ٢٤ ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د جلاجلا عملياتو په بهيرکې ٤١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات د ننګرهار، کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، خوست ، غزني ، قندهار ، روزګان، زابل، بادغيس، هرات، کندز، فارياب، بغلان او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول .
ددغوعملياتو په بهيرکې ددښمن يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ