نړۍ

اروپايي ټولنه اوازبکستان په ترمز کې افغانانو سره د مرستو مرکز جوړوي

نړيوالې خبري سرچېنې / د لړم٢٦/ باختر:
اروپايي ټولنه او ازبکستان په پام کې لري چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره يو مرکز په ترمز ښارکې پرانيزي.
د ازبکستان داکي پريس خبري آژانس د خبر له مخې، دا خبره د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت کړې او ويلي يې دي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې اوازبکستان ځانګړيو استازيو توماس نيکلسن اوعصمت الله ايرګاشييف د افغانستان په اړه د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې خبرې وکړې.
توماس نيکلسن له افغانستانه د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو د اتباعو په ايستلو کې د ازبکستان دهڅوستاينه وکړه اوپه افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په ټينګښت کې يې له دې هېواد سره د همکاري د دوام ليوالتيا ښکاره کړه.
دواړو استازو په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت او په دې هېواد کې د بشري بحران د مخنيوي لپاره د نړيوالې ټولنې د دريځ د پياوړي کېدو په اړه نظريات تبادله کړل.
ملګرو ملتونو د روانې مياشتې په پيل کې ويلي و چې له افغانستان سره مرستې لپاره د خوړو نړيوال پروګرام يو لوى مرکز به د ازبکستان په ترمز ښارکې چې د افغانستان پولې ته نږدې پروت دى پرانېزي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته