امنیت

درې تنه ملکي وګړي د داعشيانو له خوا په ډزوسره ووژ ل شول

جلال آباد باختر دوږي دمياشتې ١٩  نيټه  :
د داعش ډلې درې تنه ملکي وګړي په ننګرهار ولايت کې په ډزو سره ووژل.
يرغلګرو دغه درې تنه ملکي وګړي تېره شپه په چپرهارولسوالۍ کې ونيول او د خلکوپه وړاندې په ډزو سره ووژل. دغه کسان  له دولت سره د همکارۍ په تور ووژل شول.
يو تن قرباني يوه مياشت مخکې واده کړى و او يو تن بل يې د ښوونځي د دولسم ټولګي زده کوونکى و.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې دغو ملکي وګړو له دولت سره هيڅ راز اړيکه نلرله . پاى جذ
د طالبانو يو قوماندان له خپل مرستيال سره ووژل شو
٦٤_ جلال آباد باختر دوږي دمياشتې ١٩  نيټه  :
د وسله والوطالبانو د ډلې يو جګپوړى قوماندان له خپل مرستيال سره په ننګرهار ولايت کې ووژل شو.
په ملا لياقت تېره شپه په لعل پورې ولسوالۍ کې د ده په کور د پوځيانو له خوا ناڅاپي بريد وشو او ووژل شو.
په دې جګړه کې د طالبانو د ډلې درې تنه نور غړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د پوځيانو په دې بريدکې د طالبانو د ډلې جګپوړي قوماندان ملا لياقت له خپل مرستيال سره  وژل شوى او درې تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي.
خوږياڼى وايي چې وسله والو  طالبانو د پوځيانو د بريد په وخت کې مقاومت وکړ  چې په نتيجه کې درې تنه سيمه ييز ملکي وګړي دطالبانو په ډزوکې ووژل شول.
ويل کيږي، په دې جګړه کې سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته