ورزش

هندوستان له سريلانکا سره سیالي کوي

کابلباختر د چنګاښ ١۵مه
د هندوستان د کرکټ ملي ټيم نن د نړيوال جام د ۵۰ آوريزو سياليو په وروستي  ګروپي لوبه کې د سريلانکا له ټيم سره لوبه کوي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه لوبه د افغانستان په وخت له غرمې وروسته په دوو بجو پيل شوې او دوام لري.
د هندوستان د کرکټ ملي ټيم په ۱۳ امتيازونو سره د دغوسياليو په جدول کې دويم او د سريلانکا ټيم په ۸ امتيازونو سره شپږم ځاى لري.
په بله لوبه کې نن مازيګر په پنځو بجو، د آسټراليا ټيم د جنوبي افريقا له ټيم سره سیالي کوي.
ختم- سعيده – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته