روغتیا

دغورد ولايتي رو غتون نوي ودا نۍ جوړيږي .

کابلباختر دثور٢٥
دڅلورنيمو مليونو ډالرو په لګښت د غور د ولايتي روغتون د ودانۍ دجوړولو کار پيل شو .
دغور ولايت د عامې روغتيا درئيس ډاکتر غلام نبي يګانه دڅرګندونو له مخې دغه ودانۍ په ستندرد ډول په دوو درې پوړيزو بلاکونو کې چې کاناليزاسيون اودمرکزګرمي اسانتياوي هم پکې په پام کې نيول شوي دي د جاپان په مرسته دڅلورو مليونو پنځه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت دسلو بسترو په ظرفيت جوړيږي .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله په غور ولايت کې جوړه شوې وه ددغه ولايت والي سيدانور رحمتي په داسې حال کې چې دعامې روغتيا وزيره ډاکتره ثريا دليل ، دغور د ولايت شورا رئيس فضل الحق احسان او په پارلمان کې دغور د خلکو وکيلانو يما جوينده اوډاکتره روقيې نايل برخه لرله دغورد ولايتي روغتون د ودانۍ د جوړولو په خاطر دجاپان له دولت څخه دمننې په ترڅ کې په دغه ولايت کې يولړ نيمګړتياوو او ستونزوته اشاره وکړه او وي ويل، ددرملو ،روغتيايي مرکزونو،بودجې اود بشري قواو په تيره بيا دښځينه ډاکترانو کمښت ددغه ولايت د خلکو درو غتيا يي برخې ستو نزې بلل کيږي .
دوى په دې برخه کې د عامې روغتيا له وزارت څخه دجدي پاملرنې غوښتنه و کړه چې وروسته د عامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل په غور کې ددغه  وزارت يوولس کلن کړه وړه اوفعاليتونه په ګوته کړل اووي ويل چې تر اوسه پورې دپسا بند اوتيوري په ولسواليوکې ٥٦ روغتيايي مرکزونه اودوه روغتونونه اوپه دې وروستيو وختو کې دروږدو کسانو ددرملنې يو مرکز جوړ شوى دى.
ددليل دڅرګندونو له مخې، په نږدې راتلوونکي کې به دروغتيايي مرکزونو ددرملو دکمښت ستونزه هم حل شي اود غور دټولو رو غتيا يي کارکوونکو معاشونه به لوړ شي .
ميرمن دليل دغه راز څرګنده کړه چې دغور رو غتيا يي کارکوونکو ته په کا بل کې هم روزنيز مرکزو نه جوړيږي او ددغه ولايت   يوشميرډا کتران د هيواد په دننه اوبهر کې په لنډ مهالو اواوږد مهالو روزنيزو کورسونو کې په پام کې نيول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته