سیاستخبرونه

بامیان ته تللي پلاوي د مختلفو ولایتونو له متنفذینو او مشرانو سره غونډه وکړه

 کابل، د غبرګولي ۱۷مه، باختر

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست ملا نورالله نوري چې باميانو ته د يو لوړپوړي هيئت په ملتيا په رسمي سفر تللی وو هلته یې له مختلفو ولايتونو څخه له راغليو مشرانو او علماوو سره وکتل، او د دوئ ستونزې يې واورېدې، او اندېښنې يې ځواب کړې.

یاد متنفذين او مشران چې د قاري سيد بلال هاشمي په مشرۍ باميان ته راغلي وو، خپلې ستونزې، او په ځينو برخو کې رغنده مشورې او وړانديزونه يې په ليکلي توګه له پلاوي سره شريک کړل.

د استخباراتو لوی رياست مرستيال حاجي نجيب یادې غونډې ته په وينا کي وويل چي اسلامي امارت د ټولو قومونو او پرګنو ګډ نظام دی، او د هر هغه فعاليت ملاتړ کوي چي د دين او هيواد د خدمت او پرمختګ ته ګټور وي.

همدا راز ښاغلي نوري پخپلو خبرو کي وويل: د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت په خپل چوکاټ کي د هېواد په کچه له ټولو قومونو او با نفوذه شخصيتونو سره د ليدنو کتنو او ناستو منظمې برنامې لري، چې تل  د اسلامي امارت او خلکو تر منځ د ارتباطي پول په حيث ثابت شوی.

په ورته وخت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د غونډې ګډونوالو ته وویل چې وزارت يې د خلکو او حکومت ترمنځ د نښلوونکي پله حیثیت لري، په وینا يې د هېواد په کچه له ټولو قومونو او بانفوذه شخصیتونو سره د لیدنو، کتنو لپاره منظمې برنامې لري.

نوموړي همدارنګه راغلیو مشرانو ته ډاډ ورکړی چې ستونزې به يې تر اړونده چارواکو رسوي او له سالمو مشورو څخه به يې هم ګټه واخلي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته