سیاست

تبصره

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٥
دمرغومي دمياشتې ٦ ،په افغانستان کې دشوروي دسره پوځ دتيري کاليزه او دبدمرغيو او ناخوالو دپيل ورځ ده چې زموږ خلک له ٣٧ کلونو راپه دې خوا شاهدان يې دي .
دباختر آژانس مفصر ليکي: ٢٧ کاله مخکې دپخواني شوروي اتحاد سره پوځ دانترناسيونالستي مرستې په نامه او په افغانستان دخپلو ملاتړ څيرو دواکمن کولو په خاطر پوځيان واستول.
په افغانستان دسره پوځ تيري ناوړې پايلې لرلې : د افغانستان دمسلمانې ټولنې او دکمونستي تيرى کوونکو ترمنځ دايډيالوژۍ ،مفکورې او دنظر تزاد چې بې لارې کوونکې او منحرف کوونکې نظر يې يې لرلې ، د دې سبب شو چې دافغانستان خلک دتيري کوونکو پرخلاف مقابلې ته ورودانګي.
په هيواد کې دسره پوځ له تيري څخه لاڅو محدودې ورځې نه وې تيرې شوې چې يرغلګرو ځان له وګړني پاڅون سره مخامخ وليدل او زموږ ميړنيو خلکو په کوچنيو او سترو ډلو په جوړولو سره له تيري کوونکو سره دمقابلې لاره غوره کړه .
دسره پوځ يرغلګرو له افغانانو سره په نابرابره جګړه کې دجګړې له ډيرو ناوړو چلندونو او ځپونو څخه کار واخيست.
خو په دې بريالي نه شول چې د آزاد ژوندانه لپاره دخلکو د ارادې خنډ شي.
دمرغومي شپږمه دافغانستان په معاصر تاريخ کې ډيره ترخه او توره ورځ ده چې پايلې يې دايران او پاکستان په ګډون بهرنيو هيوادونو ته دمليونونو افغانانو مهاجرت دى .
افغانانو د آزادۍ په جګړه کې څه دپاسه دوه مليونه شهيدان ورکړل او له ٩ کلنې جګړې او مبارزې وروسته په پاى کې تيري کوونکي يې دې ته اړ ايستل چې له هغې لارې څخه چې راغلي دي بيرته خپل هيواد ته لاړشي . ددغې نابرابرې جګړې نتيجه دافغانستان بشپړ ويجاړيدل وو.
دکورنيو جګړو دام او د داعش او طالبانو په ګډون دافراطي ډلو ظهور زموږ په آزاد هيواد دسره پوځ دتيري پايله وه . که چيرې نن افغانستان له بهرنيو لاسوهنو سره مخامخ دى ، که چيرې په افغانستان کې يو مقتدر مرکزي حکومت نشي جوړيدى، که چيرې نن افغانستان په سترو استخباراتي لوبو کې شامل دى او که چيرې نن افغانستان دسترو قدرتونو او دسيمه ييز قدرت دنيابتي جګړې په ډګر بدل شوى دى ټول او ټول دسره پوځ دتيري کرغيړنې او ناوړې پايلې دي چې په کريملن کې څو تنو ناپوهانو په دې باب تصميم ونيوه او ديوه بې وزلي او بيچاره ملت برخليک يې بدل کړ.
دافغانستان اويا دبل بې وزلي هيواد اشغال ښايي دپخواني شوروي په شان ابرقدرت لپاره آسان کاروي خو دغه يرغلګر هيواد دوګړنيو پاڅونونو او نارضايتونو په مقابل کې عاجز پاتې شو او په پاى کې يې په افغانستان کې سخته لاره ووهله چې دپخواني شوروي دسياسي هويت او جغرافيا دله منځه تللو زمينه برابره شوه.
پخواني شوروي اتحاد په افغانستان دتيري په وخت کې له بشپړ نړيوال تجريد سره مخامخ شو . او ديوه ستر قدرت په توګه دنړيوالو ټولنو ترمنځ آن دهغو هيوادونو ترمنځ چې له ختيځ بلاک سره يې همغږي لرله له لاسه ورکړ او په پاى کې هم په ذلت او خجالت سره نه يوازې له افغانستان څخه دوتلو لاره غوره کړه بلکې نور دنړۍ په سياسي نقشه کې دشوروي اتحادنوم دتاريخ کندې ته وسپارل شو.
سره له دې چې دسره پوځ تيرى او دپخواني شوروي اتحاد کړه وړه کيداى شي دنورو لپاره دعبرت درس وي خو بيا هم افغانستان دبهرنيو لاسوهنو او آزمايښتونو ډګر دى او بهرنۍ لاسوهنې دهرې ورځې په تيريدو سره لاپسې زور اخلي.
تيري کوونکي هيوادونه دې بايد په دې پوه شي چې تاريخ به تکرار نشي او که چيرې په افغانستان کې دواکمنۍ غوښتنې او د زور د آزمايښت خبرې وکړي مهرباني دې وکړي چې ددغه هيواد تير وياړلي تاريخ او دپخواني شوروي اتحاد برخليک ته کتنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته