٤٥-کابل/د سلواغې ١٤مه /باختر
د عدليې وزير فضل احمد معنوي نن په ميمنې ښار کې د فارياب د عدليې رياست نوى ودانۍ پرانستله .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې ؛ دغه ودانۍ چې ٣٥ خونې ، يوستر سالون لري په ٤٥٠مربع متره ځمکې په ساحه کې په پنځو پوړونو کې په پاخه اواساسي ډول جوړه شوې ده .
دغه ودانۍ د عدلېې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د ٤٣ ميليونوافغانيو په لګښت جوړه شوې ده .
ختم _ ج _اکرم
5 د یوې دقیقې څخه لږ