ورزش

دهېواد غرختوونکي ايران ته لاړل .

کابل باختر د وږي  دويمه :
دهېواد دوه تنه غر ختوونکي  ورزشکاران نن په يو روزنيز  سميينار  کې دګډون په  موخه ايران ته لاړل
دغه ورزشکاران په دې سفر کې يوه  اوونې دکنګل  پرمخ دګرځيدو په سياليو کې  هم ګډون کوي  .
  دالمپيک دملي کميټې د خپرونومسوول منور شاه شهزاد دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه دوه تنه غرختوونکي  ورزشکاران  دالمپيک دملي کميتي  غرختوونکي فدراسيون درييې صديقي مياد نورستانې په مشرۍ نن  ايران ته لاړل چې لومړى دګنګل په مخ دګرځيدو په روزنيز سيمينار کې ګډون کوي او وروسته دکنګل په مخ دګرځيدو په سياليو کې  چې ټاکل شوې ده  دروان ميلادي کال داګست دمياشتې  له ٢٣ نيټې څخه  ددغې مياشتې تر پاى پورې دايران په ادبيل ولايت کې ترسره شي ګډون وکړي
  ديوه اړونده  خبرځاى دڅرګندونوله مخې :په دغوسيالو کې داته څلويښتو هېوادونوورزشکاران ګډون کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته