سیاست

دبهرنيوچارو وزارت سرپرست د بريټانيا له سفير سره وکتل

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١١ دبهرنيو چارو وزارت سرپرست ضراراحمدعثماني پرون په کابل کې د بريټانيا له سفير ريچاردستګ سره وکتل. دبهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې دواړولورو د هيواد په روانو حالاتو، کابل ته دپاکستان د صدراعظم د سفر، د افغانستان او د امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ د امنيتي او دفاعي همکاريو موافقه ليک او د (کاسا ١٠٠٠ ) انرژۍ د پروژې په باب خبرې وکړې. دبهرنيو چارو وزارت سرپرست په بېلابېلو برخوکې دافغانستان د بياجوړولو او د امنيت د تامينولو په لاره کې د بريټانيا د مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه. وروسته د بريټانياسفير دافغانستان او بريټانيا داوږمهالو همکاريو دسند دتطبيق په اړوندد دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو دوزارتونو دمعينانو په ګډون دافغانستان او بريټانيا دګډ کميسيون د دويمې غونډې د جوړيدو له امله چې د روان کال دلړم دمياشتې په پنځلسمه نيټه په کابل کې جوړه شوه؛ خوښي څرګنده کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته