ورزش

دزونونو دفوټبال اتلوالۍ پيل شوې

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ١ :
دزونونو داتلوالۍ دفوټبال دليک سيالۍ پرون مازيګر په دوو لوبو سره دوام وکړ.
دکابل دفوټبال فدراسيون  مرستيال  عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل :   ددغو سياليو په لومړۍ لوبه کې  دکندز دشاهين ټيم  په يوه په  زړه پورې لوبه کې دصفر په مقابل کې  په اوو سره  دکاپيسا دمحمودراقي دپيمان ټيم ته ماتې ورکړه  اوپه دويمه لوبه کې  دکابل دبيګ بير ټيم  دصفر په وړاندې په دوو  سره  دننګرهار  دپيداګوژۍ په ټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ  دوه ورځې مخکې داتو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې  پيل شوي دي  چې په دوام يې نن  دهرات داستقلال او دفارياب داستقلال   اودغزني دښاروالۍ  اودهلمند دهارون پوپل  ټيمونه لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته