سیاست

د جمهور رئیس غني په مشري د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

کابل باختر دغبرګولي د مياشتې ١٨مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هلمند، ارزګان، لغمان، کندز، سرپل، بغلان، فاریاب، پکتیا، پکتیکا او کنړ ولایتونو د امنیتي وضعیت  په هکله د راپور وړاندې کولو پرمهال د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا، درایت او شایستګي یادونه وکړه او له دښمن سره د مبارزې په موخه یې د هغوی د کوښښونو ستاینه وکړه. ملي امنیت شورا د امنیتي تهدیدونو د مخنیوي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
ملي امنیت شورا په هېواد کې وروستي ترهګریز بریدونه چې په پایله کې یې یو شمېر قاضیان، څارنوالان او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی ښاغلی شېرولي وردګ شهیدان شول په سختو ټکو وغندل او دغه ناوړه اعمال یې د عدالت ضد وګڼل او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې د عدلي او قضایي ارګانونو د منسوبینو او د هېواد په ملي شورا کې د خلکو د استازو د امنیت د تامین په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
ملي امنیت شورا همدارنګه ټولو هېوادواولو ته د انکشاف او خودکفایي په برخه کې د یوې حیاتي پروژې او لوی لاسته راوړنې په توګه د افغان-هند دوستي بند(سلما)پروژې د پرانیستې مبارکي وویله او د امنیت د تامین په موخه یې نیول شوي امنیتي ترتیبات وستایل.
وروسته په غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو او معلولینو د امتیازاتو د حقونو پالیسي په هکله چې لومړۍ برخه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو او ورکو شویو کورنیو او دویمه برخه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو معلولینو او ټپیانو ته  ځانګړې شوې بحث وشو او د دغې پالیسي ترتیب کوونکو بنسټونو څخه په مننې اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وشوه چې یاده پالیسي د غونډې د بحثونو په رڼا کې نهایي او د تصویب په موخه د ملي امنیت شورا یوې غونډې ته وړاندې کړي.
په پای کې ملي امنیت شورا د طالبانو، داعش او ټولو ترهګرو شبکو د تمویل د منابعو په هکله د ارزونې راپور په هر اړخیزه توګه وارزاوه او دفاعي او امنیتي ارګانونو ته یې د تروریستانو د عایداتي سرچینو د وچولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې .#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته