نړۍ

ديمن په جنوب کې څو سختې چاودنې

صنعاباختر د سلواغې  دريمه :
  يمني رسنيو ددغه هيواد په جنوب عدن ولايت کې نن سهار دڅو چاودنو خبر ورکړ.  دغو رسنيو  دعيني شاهدانو له خولې خبر ورکړ چې څو سختو چاودنو په عدن ښار کې دشهدا ډګر ولرځاوه . 
له دغو چاودنو وروسته سختې جګړې ونښتې او دډزو غږونه واوريدل شول ؛ په يمن کې  وروستۍ  ناآرامۍ په داسې حال کې رامنځته کيږي چې ددغه هيواد جمهور رييس عبدالرب منصور هادي اوصدراعظم خالد بحاح  پرون له خپلو مقاماتو څخه  استعفا وکړه .
ديمن  جمهور رييس پرون په دې بيان سره چې هيواد يې له بحران سره مخامخ شوى دى خپل استعفا ليک په رسمي ډول ددغه هيواد داستازو مجلس ته وړاندې کړل .
ده داستازو مجلس ته په ليک کې په دې يادونې سره چې له ٢٠١٢ کال څخه راپه دې خوا يې دجمهوري رياست مسووليت په غاړه درلود دخپل هيواد په سياسي امنيتي او اقتصادي حالاتو انتقادوکړ .
عبدالرب  وويل :  دروان کال  دوږي په مياشت کې په سوله ئيز ډول دقدرت دليږدونې په بهير کې رامنځته شويو بدلونونوته په پاملرنې  سره نه شوکولاى  دزياترو ستونزو په حل کولو کې خپل هدف عملي کړو .
ديمن دجمهور رييس له استعفا سره سره ددغه هيواد پارلمان دهغه استعفا نه ده منلې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته