کابل باختر د غبرګولي لومړي
په ارزګان ولايت کې افغان پوځيانو او دجګړه مارو طالبانو ترمنځ په نښته کې يو پوليسو ووژل شو او درې تنه نور يي ټپيان شول .
دغه جګړه تير ماښام له هغه وروسته ونښته چې دپوليسو ځواکونو دقندهار ،ارزګان دلويي لارې البکانو په سيمه کې په يوې ډلې وسله والو طالبانو بريد وکړ .
ويل کيږي چې دغه طالبان په واټ کې په ماين ښخولو بوخت و چې دپوليسو د سرتيرو له خوا پرې بريد وشو .
دارزګان ولايت دپوليسو ويندوى باختر اژانس ته وويل چې په دې نښته کې يو پوليس وژل شوى دى او درې تنه نور ټپيان شوي دي .
ده وويل چې په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته دسرزيان اوښتي دي خو دقيق شمير يي معلوم نه دي