امنیت

په فراه کې یو سړی د غلا په شک ونیول شو

۲۵- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
د فراه د امنیې قوماندانۍ نن پولیسو په دغه ولایت کې یو سړی د غلا په شک ونیو.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب باختر آژانس ته وویل چې د فراه د دویمې امنیتي حوزې د پولیسو منسوبینو دغه سړی د یوه سراچه ډوله موټر او یو موټرسایکل د د غلا په تور ونیو.
محب زیاته کړه چې دغه سړی له څه مودې راپدېخوا د پولیسو تر څارنې لاندې و چې د یو موټرسایکل د غلا په وخت کې ونیول شو.
د محب د څرګندونو له مخې؛ غلا شوي وسایط له هغه څخه واخیستل او خاوندانو ته یې وسپارل شول.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته