۱۰۰ ورځې

جمهوررئیس حامدکرزی: په انتخاباتو کې د هېوادوالو ګډون، زموږ د انتخاباتو د بریالیتوب ضامن دی

 په انتخاباتو کې د رایې ورکولو په شرایطو د برابرو هېوادوالو ګډون، زموږ د انتخاباتو د بریالیتوب ضامن دی.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
دغه موضوع د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي پخپله پنځلس ورځنۍ راډیویي وینا کې څرګنده کړه.
جمهوررئیس وویل چې باامنه او بریالي انتخابات د خلکو په مستقیمې همکارۍ پورې تړلي دي. د هېواد امنیتي ځواکونه به زموږ د ټولو په همکارۍ په دې وتوانیږي چې د انتخاباتو ډاډمن امنیت تامین کړي چې  موږ په ډاډ سره د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړ شو او د خپل نظر وړ نوماند ته رایه ورکړو.
جمهوررئیس کرزي وویل چې په ټولو ولسواکو نظامونوکې د رایې او د نظرونو اختلاف موجود وي چې دا یوه طبیعي خبره ده او د ډیموکراسۍ مهم اصل هم ګڼل کیږي او د رایې او فکر اختلاف هیڅکله هم شخصي اختلاف نه ګڼل کیږي.
جمهوررئیس زیاته کړه چې د۱۳۹۳ لمریز کال د وري د ۱۶ نېټې د انتخاباتو لپاره درې اوونۍ وړاندې د جمهوري ریاست د نوماندانو انتخاباتي مبارزې پیل شوې دي او له دې لارې  په ولسواکۍ باندې زموږ د خلکو باور او یا داچې د دوی خپله اراده د هېواد برخلیک ټاکي، لا هم  پیاوړی کړ.
حامدکرزي وویل: اوس چې زموږ په هېوادکې د جمهوري ریاست د مقام لپاره یولس تنه نوماندان انتخاباتي مبارزې ته راوتلي دي، دا پخپله د ډیموکراسۍ نخښه ده او موږ هریو به د خپل نظر وړ نوماند ته رایه ورکړو او په انتخاباتوکې په ونډې اخیستنې سره به خپل هېواد ته لا قوت ور وبخښو.
جمهوررئیس کرزي انتخاباتو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې په تېرو دولسو کلونوکې افغانستان په خپل سیاسي ژوندانه کې دوه ځلي د جمهوري ریاست انتخابات تجربه کړل او انشاالله چې د۱۳۹۳ لمریز کال د وري د ۱۶ نېټې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ترسره کېدو سره به چې د دریم ځل لپاره یوه نیمه میاشت وروسته ترسره کیږي د ډیموکراسۍ د بنسټیزکېدو په لاره کې یو بل ګام مخ پر وړاندې واخلو او زموږ هېوادوال به په خپله خوښه د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.
حامدکرزي هیله څرګنده کړه چې د محترمو نوماندانو انتخاباتي مبارزې زموږ د خلکو ترمنځ د یو موټي توب، مینې او د ملي یووالي د لا ټینګښت سبب شي.
د هېواد جمهوررئیس پخپله دغه راډیویي وینا کې یو ځل بیا دا په ډاګه کړه  چې د دولت او حکومت هیڅ غړی نه شي کولای چې د نوماندانو په ګټه او یا زیان له دولتي امکاناتو څخه استفاده وکړي.
جمهورئیس حامدکرزي هیله وکړه چې  د هېواد راتلونکي انتخابات په آرامه او با امنه فضا کې په بریالیتوب سره سرته و رسیږي او د هېواد د لا پیاوړتیا، د ثبات،ولسواکۍ او د ملي یووالي د لا ټینګښت سبب شي او زموږ خلک له نن څخه لا ډیر نیکمرغه او په امن کې ژوند وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته