کابل باختر د تلي ١٢:
دقندهار ، غزني ، لوګر او دهرات د ولايتونو په مربوطاتو کې دګډو عملياتو په بهير کې د وسله والو طالبانو د ډلې څلور تنه سيمه ئيز قوماندانان ونيول شول .
باختر اژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: دغو قوماندانانو تراوسه پورې په افغان او بهرنيو ځواکونوپه لسګونو تروريستي بريدونو ته سازمان ورکړي و .
ويل کېږي د دوى د نيولو په بهير کې نښته هم شوې ده چې څو تنه ياغيان وژل شوي او يا نيول شوي دي
خبرپاڼه زياتوي: ددغو عملياتو په بهيرکې دياغيانو په لسګونه جنګي وسايل او دهغو په سلګونو کېلوګرامه چاوديدونکې او نشه يي توکې هم ترلاسه شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ