امنیت

دغزني ولايت په مربوطاتوکې دترافيکي پيښې له امله دملي شورا دمشرانوجرګې د ډاډګيرنې پيغام

کابل باختر دوږي ٢٥
دغزني ولايت په مربوطاتوکې دترافيکي پيښې له امله دملي شورا  دمشرانوجرګې  د ډاډګيرنې پيغام:
دملي شورا  دمشرانوجرګې  په ژورې خواشيني او خپګان سره  خبر ترلاسه کړ چې پرون  د کابل  قندهار په لويه لاره کې د تيلو له يو ټانکر سره د مسافر وړونکې بس موټر دټکر له امله زموږ څه دپاسه پنځوس تنه هيوادوال شهيدان او نږدې شپږ تنه نور ټپيان شول .
  دملي شورا دمشرانو جرګه د ډاډګيرنې او خواخوږى دمراتبو په څرګندولو سره  دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه  ددغې پيښې شهيدانو ته دفردوس جنت ، ټپيانو ته  دسملاسي روغتيا  او  دقربانيانو  پاتې کسانو ته  دجميل صبر هيله کوي  او تينګار کوي  چې دترافيکو او دنورو اړوندو ارګانونو  مسوولين دې  ددغه شان  زړه بوږ نه ونکو  پيښو دمخنيوي  په خاطر لازم تجويزونه ونيسي .
  دغه راز  دملي شورا  دمشرانو جرګې  د رييس  فضل  هادي مسلميار له خوا دهغو درندو انساني زيانونو له امله  چې دپاکستان  د کراچي او لاهور  په ښارونو کې  دسختې اورلګيدنې له امله  رامنځته شوي دي  او د رسنيو دڅرګندونو له مخې  د دوو کمپنيو  څه دپاسه  دوه سوه شپيته تنه  کارګران  اوکارکوونکي  پکې وژل شوي دي،  دپاکستان  داسلامي جمهوريت  دسنا مجلس  اوددغه هيواد دخلکو په نامه  د ډاډګيرنې او خواخوږۍ  پيغام ليږل شوى دي .
  په پيغام کې  د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ دمراتبو د څرګندولو په ترڅ کې ددغو پيښو قربانيانو ته د فردوس جنت او  ټپيانو ته د سملاسي روغتيا  هيله شوى ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته