سیاست

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه د حامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ د وزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست د ارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
لومړى د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د خپل وروستى سفر د نتيجو په باب د يو جګپوړى هيئت او د سولې د عالي شوراپه مشرۍ د افغانستان_پاکستان او د ترکيې په اتمه درې اړخيزه غونډه کې د ګډون لپاره  د ترکيې هيواد ته سفر کړى و؛ غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه: د دغو غونډو په بهيرکې د درې واړو هيوادونو مقاماتو د جمهوري رياست  او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د سالم امنيتي چاپيريال  د جوړولو او د افغانستان دسولې او روغې جوړې له بهير سره دملاتړ په برخه کې د عملي ګامونو د اخستلو په لاره کې په همکاريو باندې ټينګار وکړ.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دافغانستان ، پاکستان او دترکيې د هيوادونو د مشرانود اتمې غونډې دکوربه توب په خاطر دترکيې له دولت څخه  مننه وکړه او زياته يې کړه چې افغانستان د درې اړخيزو غونډو د دوام لپاره ژمن دى او د افغانستان راتلوونکى جمهور رئيس به هم دغه بهير تعقيب کړي .
د وزيرانو شورا د ترکيې هيواد ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس  او د ده دملګرى هيئت دسفر نتيجې تاييدې کړې او ملاتړ يې وکړ.
وروسته د وزيرانوشورا د بهرنيو چارووزارت موظف کړ؛هغه پروژې چې  د سريلانکا هيواد سفير په خپلو کاري کتنوکې په اقتصادي، ټولنيزو او نظامي برخو کې له اړوندو وزارتونوسره ژمنې کړې دي؛ جمع بندي کړي او د جمهوري رياست مقام ته دې رپوټ وړاندې کړي .
وروسته د عدليې وزير د نړيوالو بنسټونو او د مدني ټولنې د اعتراضونو له مخې د جزايي اجرااتو د قانون د شپږ ويشتمې مادې د څلورمې فقرې د تعديل طرحه  چې په هغې کې د کورنۍ جرم د ترسره کولو په باب د خپلوانو له شهادت څخه  استجواب  منع کړى شوى دى؛ غونډې ته  وړاندې کړه او څرګنده يې کړه چې دغه قانون په دې وروستيو وختوکې دهيواد دپارلمان له خوا تصويب او دجمهور رييس د توشيح په مقصدليږل شوى دى .
د وزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو وروسته دعدليې وزارت موظف کړچې د دغې فقرې د تعديل طرحه لکه څنګه چې ددغو بنسټونو غوښتنه ده؛ برابره کړي او د عدالت او د حقوقي اصولو په رعايتولو سره برابره او د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست ته دې وليږي چې له توشيح مخکې له دغه قانون سره جوخت په پارلماني چاروکې ددولت د وزير ددفتر له لارې دبيا کتنې په مقصد ملي شورا ته وليږل شي.
وروسته د ښځو د چارو وزيرې د (هنر بهترزيستن وتحول به سوى کمال ) ترعنوان لاندې کنفرانس کې د خپل ګډون په باب چې د هندوستان  هيواد دبنګلور ايالت په يوه کلي کې جوړ شوي و، غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې تراوسه پورې د بهتر زيستن د هنر دمرکز نمايندګۍ په ١٥٢هيوادونوکې جوړې شوې دي او دغه بنسټ علاقمند دى چې د يو موافقه ليک په لاسليک کولو سره خپله نمايندګۍ په افغانستان کې جوړه کړي او شل تنه محصلان د دغو بنسټ  د دوديز طب په پوهنتون کې جذب کړي چې د وزيرانو شورا د تاييد وړ وګرځيد.
په همدې ترتيب د وزيرانو شورا د ملي دفاع وزارت له وړانديز سره سم، د١٣٩٣ کال د نوروز د جشن د جوړولو په لاره کې د فوايدعامې وزارت موظف کړ چې ډير ژر د دغه وزارت له کاري ظرفيتونو څخه په استفادې او له واحدې منبع څخه  د اړتيا وړ موادوپه برابرولوسره د کابل د نړيوال هوايي ډګر د پنځم رمپ په کانکريټ کولو اقدام وکړي او د ملي دفاع وزارت دې د دغې پروژې د اړتيا وړ پيسې د فوايد عامې وزارت ته  وليږدوي.
  له اجنډا سره سم دعدليې وزير د افغانستان په اسلامي جمهوريت کې د بهرنيو اتباعو د استوګنې او سفر د قانون اصلاح شوې طرحه د وزيرانو شورا د١٣٩٢ کال د لړم د مياشتې د اتلسمې نيټې دغونډې له پريکړې سره سم غونډې ته وړاندې کړه.
د وزيرانوشورا له هراړخيزو خبرو وروسته دعدليې او د بهرنيوچارو وزيران موظف کړل چې دغه قانون دې دغونډې له يادونې سره سم يوځل بيا وڅيړي او موافقه شوې  طرحه دې د وزيرانو شورا راتلوونکو غونډو ته وړاندې کړي .
دغه راز د وزيرانو شورا د عدليې وزارت  موظف کړچې دکابينې دهغو غړو چې په يوه کاري دوره کې د دندو له اجرا کولو وروسته او د هغو سترو جنرالانو د امنيت د تامينولو او د معاش د ورکړې قانون چې تقاعدکيږي؛ برابر او د وزيرانو شورا راتلوونکي غونډو ته دې  وړاندې کړي .
دغونډې دکار په دوام د عدليې وزير د مارشال د حقوقو او امتيازونو قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې په اصولوکې دتاييد وړ وګرځيده.
دعدليې وزير  او دملي امنيت سلاکار موظف کړى شول چې ددغه قانون طرحه دې دغونډې له يادونې سره سمه تصحيح او د وزيرانو شورا راتلوونکې غونډې ته دې وړاندې کړي .
وروسته د سوداګرۍ او صنايعو وزير د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې ( آيسا ) دکاري، تشکيلاتي، حقوقي او قانوني اغيزمنتوب په اړونددپانګې اچونې دعالي کميسيون رپوټ غونډې ته وړاندې کړ او ويې ويل:
د وزيرانو شورا د ١٣٩٢کال دمرغومي دمياشتې ددويمې نيټې د٣٦ګڼه  مصوبې  له لارښوونې سره سم، ددغې ادارې د رهبري هيئت په معاشونوکې په سلوکې شپيته  کمښت راغلى دى.
دغه راز  د ادارې د حقوقي شخصيت د ټاکنې په اړوند، موظف کميسيون  په کار بوخت دى چې تراوسه پورې د دغې ادارې له لارې دکابل ،بلخ، قندهار او دننګرهار په ولايتونوکې څلور صنعتي پارکونه جوړ شوي دي او دنهو صنعتي پارکونو پروژه  د هيواد په ولايتونوکې ترکار لاندې ده.
وروسته د آيسا د ادارې رييس د دغې ادارې د فعاليتونو، برياليتوبونو او کاري پروسيجرونو په اړوند غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل .
د وزيرانو شورا له هراړخيزو خبرو وروسته د پانګې اچونې عالي کميسيون يوځل بيا موظف کړ چې ددغې ادارې  حقوقي شخصيت د هغې د اساسنامې له طرحې سره جوخت، د عدليې او د ماليې د وزارتونو په همکارۍ برابر او پړاونه يې بشپړ کړي.
دغه راز د آيسا د ادارې تشکيل دې د هغې له عيني اړتياوو سره سم تنقيص او د هغوساختماني، صنعتي او کرنيزو شرکتونو صادر شوي جواز ليکونه دي چې تراوسه پورې عملي فعاليت نه لري او يا دا چې له دغوجوازليکونوڅخه ناوړه استفاده کيږي؛ باطل کړي.
وروسته  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير د آثارو د جوړونکو د حق الثبت د اندازې د اجرا کولو او تثبيت د څرنګوالى د مسودې طرحه چې د مولف، مصنف، هنرمند او د محقق دحقوقو د ملاتړ د قانون ديو څلويښتمې مادې دلومړۍ او دويمې فقرې له مخې برابره  شوې وه؛ غونډې ته وړاندې کړه چې د تصويب وړ وګرځيده.
د غونډې د کار په دوام د دوو مليونو اته سوه دوه نوي زرو اووه سوه پنځوسو افغانيوپه ټوله بيه دقندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې د حاجي محمديعقوب  د ملکيت يوسلو پنځلس اعشاريه يو اويا متره مربع ځمکې استملاک چې د ښاري سړک په تګلوري کې ده؛ د سيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې د رييس له خوا  غونډې ته طرحه شو چې دتصويب وړ وګرځيد .
دغونډې په پاى کې په پغمان ولسوالۍ کې د دوه اعشاريه صفر څلور جريبه  دولتي ځمکې په بدل کې د کابل ښار په دارالامان کې د محمدعثمان او د عبدالله د وارثانو د درې جريبه څلورمې درجې ځمکې تبادله د افغانستان د ځمکې  د خپلواکې ادارې د رييس له خوا غونډې ته طرحه شوه چې د تصويب وړ وګرځيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته