امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په ميدان وردګو ولايت کې ووژل شول

کابل – باختر دوري دمياشتې ١٢
دملي دفاع وزارت يوه خبرځاى وايي: درې تنه وسله وال طالبان په ميدان وردګو ولايت کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دغه عمليات د ١٣٩٣ کال د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د ښه امنيت د تامينولو په مقصدپرون د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: ددغو عملياتو له امله درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول او يوه اندازه وسلې او د درندو اوسپکو وسلو مهمات هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته