ټولنه

يوې سختې زلزلې افغانستان، هند، کشمير او پاکستان وجړقول

 نوى ډيلى   نيوز نو باختردزمري دمياشتې ١٩ :
د ريکټر په مقياش د 6.7 درجو په سختوالي يوې زلزلې نن له غرمې وروسته افغانستان، پاکستان، کشمير او هندوستان وجړقول.
د امريکا د متحده ايالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې وويل چې د دغې زلزلې مرکز د افغانستا ن د بدخشان ولايت د فيض آباد ښار په ٨٨ کيلومترۍ واټن او د ځمکې  په  ٢٠٩ کيلومترۍ  ژورتيا کې تثبيت شوى دى.
تر اوسه پورې د دغې زلـزلــــې له املـــــه د سر د اوښتي زيان په باب خبر نه دى  ترلاسه شوى. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته