سیاست

افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ موقعيت پيداکړى دى

واشنګتن  باختر د زمري يو ديرشمه :
  د ديپلومات ورځپاڼې  په خپلې وروستۍ ګڼه کې (افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ موقعيت پيداکړى دى) تر عنوان لاندې دافغانستان و پاکستان او هند ترمنځ  اړيکو په باره کې يومطلب خپور کړى دى .
ورځپاڼه ليکي: څرنګه چې افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له ټوټې ټوټې کيدو وروسته يوازې پاتې شو او د کورنۍ جګړې قرباني شو، ګاونډيو هېوادونو د دغې جګړې له بېلابېلو لورو سره مرسته کوله، تردې چې پاکستان وکولى شول په افغانستا کې د طالبانو ملاتړ وکړي او دوى ددغه هېواد پراخې سيمې تر خپل کنترول لاندې ونيسي .
ورځپاڼه ليکي چې له بلې خوا هند او پاکستان د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته په دښمنۍ او نښتوکې لتاړ او د خپل امنيت د لا زياتې  پياوړتيا په لټه کې دي. دغو دواړو اټومي هېوادونو پوځي تخنيک ترلاسه کړى دى او د نړۍ له زبرځواکونوهېوادونو سره يې اړيکې ټينګې کړې دي .
ديپلومات ليکي چې هند په افغانستا ن کې د طالبانو د رژيم له راپرځيدو وروسته د دوملياردو ډالرو په لګښت دکرنې، عامې روغتيا، ښوونې او روزنې او په نورو برخوکې پرمختيايي پروژې عملي کړې دي، خو پاکستان له افغانستان سره دومره مرسته نه ده کړې، ځکه په خپله د چين او امريکې  مرستې ته اړتيا لري او له کابل سره د نوي ډيلي د مرستو له امله دومره راځي نه دي.
ديپلومات زياتوي چې اسلام آباد په هغه صورت کې يو باثبات او ودان افغانستان غواړي چې د پاکستان تر نفوذ لاندې وي او له هند سره محدودې اړيکې ولري .
د ديپلوماټ ورځپاڼه ليکي چې افغانستان د هغو مرستو هيله چې له هند څخه يې ترلاسه کړې  دي؛ له پاکستان څخه نه لري. خو غواړي چې پاکستان له طالبانو، د حقاني له شبکې او  له نورو ډار اچوونکو ډلو سره له ملاتړ څخه لاس واخلي .
د ديپلوماټ ورځپاڼه ليکي چې د افغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني په وار وار له پاکستان خخه غوښتي دي چې د افغانستان پرخلاف دې خپله نا اعلام شوې جګړه بنده او په خپله خاوره کې دې د حقاني او د طالبانو د شبکو پټنځي دړې وړې کړي .
ورځپاڼه ليکي: هغه ستراتيژيکي پاليسي چې اسلام آباد يې د افغانستان په اړوند تعقيبوي؛ پاکستان يې له يوه سخت حالت سره مخامخ کړى دى او د ورځپاڼې په ليکنه: ددغه هېواد دوه ګوني چلند بربنډ شوى دى. له يوې خوا د حقاني شبکې او طالبانو ته خوندي پټنځي ورکوي او په همدې حال کې د واشنګټن د همکارۍ د دوام هيله لري. خو امريکا له پاکستان سره د ٣٠٠ مليونو ډالرو پوځي مرستې په بندولو سره ددغه چلند له امله خپله ناخوښي څرګنده کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته