امنیت

په بغلان کې د ښځو وژنې کمښت موندلى دى

کابل باختردکب دمياشتې٢٠ نيټه :
د بغلان ولايت  د ښځو  چارو رياست مسوولين وايي   که څه هم په دغه ولايت کې  د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي کمښت موندلى دى ، خو سخت تاوتريخوالى يعنې   وژنې  د تيرکال په  پرتله زياتې ترسره شوي دي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛   ګواښول ، طلاق ، وهل اوډبول ، سپکاوى ، دنفقې نه ورکول ،  له وخت څخه مخکې او  جبري ودونه او دزد ه کړې  مخنيوى   دغه نورې ناوړې  مسئلې او تاوتريخوالي دي چې په بغلان ولايت کې يې زياتې ميرمنې قرباني شوي دي.
دبغلان ولايت دښځو دچارو  رياست د حقوقو مدير وايي ؛ هغه موارد چې د دوى ادارې ته  رسيدلي دي  څيړل کيږي  .
ده وويل ؛  تيرکال  دڅلويښتو ښځو دوژل کيدو قضيې ثبتې شوې او سږکال په دغه ولايت کې  څوارلس ښځې وژلې شوي دي.   خو دغه پيښې  د ناموسي وژنو برسيره دي چې نه دې  رسمي شوي.
دى وايي دغه پېښې د ځان وژنې ، ځان سوځونې ،د زړه  او د ماغزو  د سکتي په پلمه  پټې ساتل شوي دي.
دى وايي  چې  دتيرکال په نسبت د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي يو څه کمښت موندلى دى  خو د يو شمير سخت تاوتريخوالي  ګراف لوړوالى ښيي. پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته